د لامعه شهید په ښوونځی کی د متشبثو زده کوونکو د تولیداتو نندارتون
د لامعه شهید ښوونځی چی په زړو مکرویانو کی واقع دی د کابل ښار د نامتو ښوونځیو څخه ده چی نندارتون یی د تشبث ښوونیزی او روزنیزی موسسی او د ښوونځی د اداری په همکاری د تلی میاشتی په ۱ نیټه ۱۳۹۹ کال ترسره شو. د تشبث ښوونیزه او روزنیزه موسسه د نندارتون نیټه مخکی له مخکی د تشبث ښوونکی او مربوطه ښوونځی له اداری سره هماهنګوی او د لازیاتی هماهنګی په موخه اړونده ښوونیزه حوزه او نور کسان د مبایل یا هم ایمیل له لاری دغه نندارتون ته رابلی، چی په ښوونیزه حوزه کی د جلسی د موجودیت په نسبث دوی ونه شوای کولای چی ګډون وکړی. په دغه نندارتون کی ډول ډول شیان لکه: لاسی صنایع، د اطفالو د تخت آویز، افغانی جامی، سیمساری وسایل، بافندګی شیان او خوراکی توکی نندارتون ته راوړل شوی وو چی پیریدونکی یی زده کوونکی، د ښوونځی ښوونکی او د تشبث ټیم وو په ټولیز ډول د ۳۳۲۵۰ افغانیو په ارزښت خرڅلاو وشو چی د زده کوونکو د تشویق سبب وګرځیدو.
د دی ترڅنګ زده کوونکو خپله لیوالتیا د سوداګریزو طرحو په لیکلو او سیالی کی په ونډه اخیستلو کی وښوده.